اسلام ??باد 08 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو دوهم وزير طلال چوهدري وئيلي دي چې د دهرنو مخنيوي لپاره سياسي عزم ته اړتيا ده ٬ په دې معامله بايد پوائنټ سكورنګ ونه شي٬ د مذهب او د اسلام ?? سپكاوي تورونو سره د حكومت اېكشن كښې راتلل ګران وي ۔ د جمعې په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د ډاكټر عارف ع??وي د پوښتنې په ځواب كښې دوهم وزير ووئيل چ?? د اسلام ??باد دهرنې د مخ نيوي په اړه خبرې كېږي٬ خو د دهرنو مخ نيوي لپاره د سياسي عزم ضرورت وي او په ټولو سياسي ګوندونو هم په دې لړ كښې ذمه وارې راځي۔ ده ووئيل چ?? كله په معامله پوائنټ سكورنګ كېږي او د مذهب د سپكاوي او د اسلام ?? سپكاوي تورونه ولګول شي نو بيا حكومت لپاره كوم اېكشن كول مشكل شي۔ ده ووئيل چ?? د اسلام ??باد په دهرنا كښې ژوبل شوے د اسلام ??باد پوليسو اهلكار اسرار تنولي علاج د حكومت په خرچه كېږي او په دې لړ كښې د ډاكټرانو يو بورډ هم جوړ كړے شوے۔ كه بورډ سپارښت وكړي نو هغه به معالجې لپاره په سركاري خرچ بهر ولېږل شي