اسلام آباد 16 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي مونږ له اوس د نړۍ نه د طمعې په ځائ خپل كور سمول پكار دي ٬ ??ېو??د امن ناك او په اقتصادي توګه مستحكمولو لپاره به پاكستان لا قوي كول وي۔ وفاقي وزير دا خبرې د نهې په ورځ ايوان صدر كښې د ” پېغام پاكستان” مخ كتنې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل پېغام پاكستان به په دې لړ كښې مهم ضرورت ترسره كړي، ??ېو??د ته به په نوې لاره روان كړے شي ٬ پاكستان د خپلې برخې كار كړے٬ هيله لرو چې نړيواله ورورولي د خپلې برخې كار وكړي او په ګتورې هڅې له زمونږ ملګرتيا وكړي۔ ده ووئيل د قامي بيانيې پېغام پاكستان د خوږ ??ېو??د حفاظت او د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې وسله والو ځواكونو ٬ پوليس ٬ قانون نافذ كوٶنكو ادارو او د اولس قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كوي۔ ده ووئيل پاكستان د تېرو 30 كالو راهسې د بل ??ېو??د د مرستې نه غ??ر 35 لكه كډوال پاللي دي ۔ د دستورې صدارت اولس مشر ممنون حسېن كولو چې پكښې د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال ٬ د خارجه چارو وفاقي وزير خواجه محمد آصف ٬ مولانا فضل الرحمان د اېچ اي سي چيئرمېن ډاكټر مختار احمد ، د نړيوال اسلام پوهنتون رېکټر معصوم یٰسين زئۍ?? د ??نځه واړو ديني تعليمي بورډ مشرانو?? د ??ارلمان غړو٬ سفيرانو٬ د بېلا بېلو مكاتب فكر نوميالو علماء ٬ استاذانو او زده كوٶنكو ګډون كولو۔ داخله وزير احسن اقبال ووئيل د قامي بيانيې پېغام پاكستان د خوږ ??ېو??د حفاظت او د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې وسله والو ځواكونو ٬ پوليس ٬ قانون نافذ كوٶنكو ادارو او د اولس قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې دي۔ ده ووئيل امريكا د سوريې دوه درځنه كډوال نشي سنبهالولې او پاكستان د تېرو 30 كالو راهسې د بل ??ېو??د د مرستې نه غ??ر 35 لكه كډوال پالي۔ ده ووئيل مونږ له اوس د نړۍ د طمعې په ځائ خپل كور سمول پكار دي او ??ېو??د امن ناك او په اقتصادي توګه مستحكمولو لپاره به پاكستان لا قوي كول وي