اسلام آباد 02 مارچ (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د هېواد په تاريخ كښې تراوسه د معاف كړو قرضو په اړه د رانا محمد حيات د پام راګرځونې نوټس د خزانې قائمه كمېټۍ ته سپارلې او سپارښتنه يې ??ړې چې په 15 ورځو كښې دې راپور ايوان كښې وړاندې ??ړي او د پام راګرځونې نوټس محرك رانا محمد حيات خان وئېلي دي د قام لوټلې شوې د اربونو روپو دولت دې هېواد ته راوړلې شي ځكه دا به ډېر لويې خذت وي٬ ده ووئېل كه اوسنۍ اسمبلۍ په دې لړ كښې موثر قانون منظور نه كړو نو ټول قام ته خواست كوم چې هغه دې چا له هم د كال 2018م په ??اكنو كښې رائے ورنه كړي۔د جمعې په ??رځ د مسلم ليګ(ن)غړي رانا محمد حيات د پام راګرځونې نوټس په ځواب كښې د خزانې دوهم وزير رانا محمد افضل خان ووئيل حكومت قرض چا ته نه بخښې٬د قرض د ريكوري په اړه په ??ال 2001 كښې قانون موجود ؤ٬هغه ??خت د بانكونو اختيار وو خو سپريم كورټ دا ختم كړے۔ده ووئېل زمونږ په حكومت كښې بانكونو ته دا اختيار بېرته ور??ړې شو۔په دې لړ كښې اوس اختيار د بانكونو بورډ سره وي