اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) د موسمياتي بدلون و??اقي وزير سناتور مشاهدالله خان وئيلي دي چې د پلاسټك الودګې په نتيجه كښې زمكه او سمندر زهرجن كېدو سره س??ندري حيات سره سره په انساني روغتيا هم بد آغېز كېږي٬ زمونږ ژوند حياتياتي تنوع٬ بېلا بېل ډول زنده سرو او اېكو سسټم سره تړون لري۔ د زمكې نړيوالې ورځې په موقع په خپل يو پېغام كښې وفاقي وزير سناتور مشاهدالله خان و??ئيل چې د الودګې زياتېدو په نتيجه كښې بېلا بېل ډول زنده سري او اېكو سسټم هم له مېنځه روان دے او مونږ په لويه پېمانه د ماحول ښه كوونكو څيزونو نه محروم كېږو۔ ده ووئيل چې د پرمختيائي كارونو په نتيجه كښې په ځنګلاتو٬ د اوبو په لارو او د كبانو په س??اكس كښې هم كمې راغلې او زمونږ په زمكه تو??وخ?? مخ په زياتېدو ده او د دې په نتيجه كښې په خپله زمونږ بقا ته خطر ورپېښ دے?? د ??ادونې وړ ده چې د زمكې نړيواله ورځ هر كال د اپرېل په 22مه نېټه لمانځلې شي۔ سږ كال د دې ورځې موضوع د پلاسټك الودګې خاتمه ده۔