اسلام آباد 09 مئی (اے پی پی)د سېنېټ غړو وئېلي دي د اولسي مسئلو حل له بجټ كښې شوي ا??دامات د ستائنې وړ دي٬د انرژۍ بحران حل سره به د هېواد معيشت پرمختګ وكري٬غېر ملكي سرمايه كاري زياتولو له بايد اقدامات وكړې شي۔د شورو په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د راروان مالي كال په بجټ بحث كښې س??ات??ر ميا عتيق شېخ ووئيل صنعتي څانګه د پاكستان معاشي پرمختګ كښې زيات اهميت لري٬دې څانګې ته لا آسانيو وركولو ته اړتيا ده۔س??ات??رې ګل بشرٰی ووئيل معاشي پرمختګ له بايد مېرمنو له هم آسانۍ وركړی شي۔دې ووئيل بجټ د ك??م هم حكومت د معاشي ا??داماتو مثال وي۔تر څو چې معيشت پرمختګ ونه كړي مونږ اولس له آسانۍ نه شو وركولې۔س??ات??ر ګيان چند ووئيل په بجټ كښې اولس له زياتې آسانۍ وركړی كېدې شي٬مونږ له به خپله آبادي تر نظره ساتلو سره وسائل پېدا كول وي۔س??ات??رې كرشنا كماري ووئيل پسمانده او د غريبانو ښېګړې له اقداماتو ته اړتيا ده٬داسې سيمې چرته چې زياتې آسانۍ نشته بايد هغه هم د پرمختلليو سيمو برابر كړی شي۔س??ات??رې شاهين خالد بټ ووئيل حكومت په سختو حالاتو كښې ښه بجټ وړان??ې كړی۔د معيشت ټولې څانكې دا وخت مثبت پلو مخ په وړاندې روانې دي۔دې ووئيل د ګرانۍ او توان بحران ختمولو له حكومت ښه كار كړی بايد د حكومت ښه كار وستائېلې شي