پیښور 12جولائی (اے پي پي) نګران وزيراعظم جسټس(ر)ناصر الملك په 25 جولائي ټول ټاكنو كښې د برخه اخستونكو كانديدانو ا?? په خاص توګه د سياسي ګوندونو اعلٰی قيادت لپاره د كوټلي امنيتي انتظاماتو سپارښتنه كړې ده ۔ده د صوبائي سرښار پیښور يوه ورځنۍ دوره وكړه ا?? په پېښور كښې د ترهه ګرۍ اوسنې پیښې په تناظر كښې د صوبائي حكومت د اړخه د شوو اقداماتو ئې جاج واخست۔د پیښی په نتيجه كښې چې د عوامي نېشنل ګوند لارښود هارون احمد بلور پشمول 22 كسان شهيدان شوي وو۔وزيراعظم په دې پیښه كښې په شوي قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندو??ه وكړه۔ده د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا او لنډ مهاله وزيراعلٰی جسټس(ر)دوست محمد خان سره ملاقاتو??ه هم وكړل۔نګران د??خل?? وزير اعظم خان هم وزيراعظم سره ملګرے ؤ ۔وزيراعظم ته د صوبائي حكومت د اړخه د پورته كړو اقدامات?? په اړه بريفنګ هم وركړې شو۔