لاهور 14 جولائي (اے پي پي) د پنج??ب سرښار لاهور څخه د نجي ايئر لائن د حج وړومبې پرواز 181 ??اجيان وړلو سره مدينې منورې ته لاړو۔ د مذهبي چارو وفاقي سېكتر خالد مسعود چوهدري او د حج ډائرېكټر سعيد احمد ملك حاجيان رخصت كړل۔ په دې موقع خبريالانو سره په خبرو كښې خالد مسعود چوهدري ووئيل چې حاجيانو ته به غوره اسانيې وركولو لپاره هڅې كولې شي۔ ده ووئيل چې ده په خپله د انتظاماتو جاج اخستې۔ په دې موقع د حج ډائرېكټر سعيد احمد ملك ووئيل چې سږ كال د حاجيانو تربيې ته ډېر پام شوے چې دغسې دوي د حج مناسك په ښه ډول ترسره كړے شي۔ ده حاجيانو ته خواست وكړو چې د هېواد سلامتيا٬ استحكا?? او امن لپاره خاص دعاګانې وكړي۔