اسلام آباد ۔ 3 اګست (اے پی پی) د برېښنا لپاره د سېنېټ قائمه كم??ټۍ د تېرې ورځې غونډې پ?? مهال سناتور اورنګزېب خان د پاكستان حكومت څخه غوښتنه كړې چې د اورکزئی ایجنسۍ زرګرۍ سيمه كښې د برېښنا بلونو په معامله دې پ?? آئي ډي پيز روان زياتې بند كړې شي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په جنګ كښې چې څومره مالي او ځاني قربانۍ ?? دې سيمې اولس وركړي هغه مثال نه لري۔ د سيمې زياتره اولس په خېمو كښې ژوند كوي ولې د كال 2008ﺀ څخه دوئې پسې پرله پسې د برېښنا بل او ??قايا جات رالېږلې شي۔ ده ووئئېل د برېښنا بلونو دا بقايا جات 29 كروړ څخه زيات شوي۔ ده ووئيل زرګرۍ يوه وروستو پاتې سيمه ده ا زياتره اولس ئې د بې وزلې ليكې څخه لاندې پ?? ژوند كولو مجبور دے۔ ده حكومت ته خواست وكړو چې ?? دې مسئلې حل ولټولې شي او ?? سبسډي په شكل كښې دې فعاله ريليف پېكج وركړې شي۔ ده وئيل حكومت دې ځپليو څخه موجوده بل ترلاسه كړي او ??قايا جاتو لپاره دې د قبلولو وړ تګلاره وضعه كړي۔ په دې لړ كښې د سېنېټ قائمه كم??ټۍ د مسئلې حل له هدايات هم جاري كړل۔ كم??ټۍ دا پرېكړه هم وكړه چې د برېښنا وزارت چارواكي دې سناتور اورنګزېب خان سره په ګډه د معاملو ترسره كولو لپاره د يادې شوې سيمې اولس دا ستونزه هواره كړي