اسلام آباد 29 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزیر فواد چوهدري وئيلي دي پېمرا او پاکستان پرېس کونسل ختمولو نه پس به ډېر زر نوې پاكستان ميډيا رېګولېټري اتهارټي جوړولې شي ٬ پرنټ او سوشل ميډيا به رېګولېټ كوٶ ٬ تېر حكومت د اشتهاراتو په زور چلېدلو٬ مونږ د ذاتي تشهير لپاره په سركاري خرڅونو بشپړه بندېز لګولې۔ د شورو په ورځ د پارلمان نه بهر ده ميډيا ته ووئيل دا مهال د پېمرا الېكټرانك ميډيا او د پاكستان پرېس كونسل پرنټ ميډيا د معاملاتو كت??ه كوٶ٬ مونږ پرېكړه كړې چې د پېمرا او پاكستان پرېس كونسل په قوانينو كښې بدلون كولو سره دې يوه اداره پاكستان ميډيا رېګولېټري اتهارټي جوړه كړې شي چې پكښې به د خپلې خپلې څانګې پوهان شامل وي٬ په دې لړ كښې به د ميډيا نمائندګانو او اړوندو پوهانو سره مشاورت كولې شي او پاكستان ميډيا رېګولېټري اتهارټي به جوړولې شې كومه چې به الېكټرانك ٬پرنټ او سوشل ميډيا رېګولېټ كوي او دې سره به د قامي وسائلو بچت هم وشي ٬ ده زياته كړه دا به د و??يف??ئي پوهانو او د ميډيا نمائندګانو پشمول د نړيوالې درجې اداره وي۔ وفاقې وز??ر فواد چوهدرې ووئيل د اطلاعات وزارت په ادارو كښې هم ګتور بدلون راوستلې كېږي ۔ فواد چوهدري ووئيل په پي ټي وي سنسر شپ ختم كړې شوې او مخال??ې ډلې ته مناسب وخت وركولې كېږي٬ په كومې چې مخال??ې ډلې له زمونږ من??ه كول پكار دي۔ د اطلاعات وز??ر سېنېټ كښې د مخال??ې ډلې په واك آٶټ خبره كولوكښې ووئيل مسلم ليګ (ن) د ايوان نه ځكه بائيكاټ كړې ٶ چې د پي ټي آئي يو غړي په تېرو ورځو كښې په اشتهاري كمپائنونو د سركاري خرڅونو تفصيلات غوښتي وو ځكه چې تېر حكومت په يو كال كښې د اشتهارونو په مد كښې 23 اربه روپۍ خرڅ كړې وې۔ ده ووئيل ھغه وخت هم عمران خان وئيلي وٶ چې حكومت په اشتهارانو روان دے ٬ د سركاري اشتهاراتو پحقله حكومت يوه كمېټي جوړه كړې٬ ده ووئېل ذاتي تشهیر لپاره به سركاري پېسه ??ه كاروو۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان د سېنېټ په غونډه كښې ګډون كولو سره خپل نقطه نظر وړاندې كړې او په وړومبۍ ورځ د سېنېټ په غونډه كښې ئې ګډون كړې او پارلمان له ئې اهميت وركړې۔ ده ووئيل پخوانې وز??راعظم به د سېنېټ غونډې له په دې نه راتللو چې هلته ئې اكثريت نه لرلو۔ وفاقي وز??ر ووئيل وزیراعظم عمران خان وفاقي وز??رانو ته امر كړې چې پارلمان ته اهميت وركړئ او د پوښتنو ځوابونه وركړۍ ځكه چې قام خپلو ټاكلي شوي نمائندګانو ته ګوري ۔ ده ووئيل پي ټي وي نېشنل په پي ټي وي سياست بدلوٶ دغسې چې ھغه پارلمان٬ صوبائي اسمبلۍ او د قائمه كمېټو غونډې نېغ په نېغه اولس ته وښائي ٬ وفاقې وز??ر ووئېل په دې لړ كښې به اولس ته اندازه وشي چې مخالفه ډله د بې توقيرۍ څرګندو??ه كوي يا حكومت ۔ د مولانا فضل الرحمان د صدارتي كانديد كېدو پحقله د اطلاعات وز??ر ووئيل كوم كس چې پارلمان ته جعلي او بوګس وائي ھغه دې پارلمان نه ووټ اخستو سره اولس مشر جوړېدول غواړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د اولس مشر ووټ لپاره پارلمان حلال وي او ھغه لپاره دا حلال دي ۔ فواد چوهدري ووئيل تېره ورځ چې د كابينې په غونډه كښې كومې پرېكړې شوې حكومت ھغه په جدي توګه اخلي۔ وفاقي وزیر ووئيل د پيپلز ګوند لارښود اعتزاز احسن يو سنجیدہ او نوموړې شخصيت دے ھغه د اولس مشر په ټاكنو كښې برخه اخلي٬ په اوسنۍ وضعه كښې صدارتي ټاكنې يو اړخيزه ښكاري٬ ده ووئېل عارف علوي به په واضح اكثريت سره كامياب شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د چيف اېګزېكټو په حېث د وزیراعظم امنيت باوري كولو لپاره رياست لپاره ضروري ګامونه پورته كول وي٬ د ھغه امنيت ضروري دے٬ كوم خلق چې عمران خان پېژني ھغوي ته معلومه ده چې د پروټوكول عادت نه لري۔ ده په ډاګه كړه چې وزیراعظم د خپلې قافلې د امنيتي ګاډو خرڅونه او په سړكونو د تګ راتګ په مهال اولس د زحمت نه بچ كولو لپاره چورلكه كاروي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د نواز شریف د زندان ټرائل پحقله پرېكړه عدالت له كول دي او د ميډيا د مثبت تنقيد به هركلے كوٶ