نیویارک ۔ 25 ستمبر (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 74 مې غونډې په مهال د آئرلېنډ د خارجه چار?? او تجارت وزير سائمن كوفيني سره ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د مقبوضه جموں وكشمير په صورتحال ٬ په مهمو سيمه ايز?? او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ شاه محمود قرېشي خپلو خبرو كښې ووئيل پاکستان، آئرلېنډ سره خپلې دوه اړخيزه اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔ آئرلېنډ كښې ډېر پاكستاني ??اکټرز، انجینئرز، د آئی ټی پوهان او كاروباري شخصيات د هېواد په تعمير او پرمخ??ګ كښې كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د مقبوضه جموں وكشمير اولس سخت تكليف سره مخ دي او هند حكومت په جبر سره ددوئي د آبادۍ تناسب بدلول غواړي۔ ده ووئيل هند مقبوضه جموں وكشمير په زندان كښې بدل كړې دې او دغلته 9 لكه پوځ په ځائې كولو سره ئې تش لاسې كشمي??يا?? ظلم او زياتي سره په نښه كړې دي۔ د هند لخوا مقبوضه جموں وكشمير كښې پورته كړې شوي يو اړخيزه او غېر آئيني ??امونه د ملګرو ملتونو د امنيتي كونسل قراردادون?? او نړيوال قانون ښكاره خلاف ورزي ده۔ خارجه وزير ووئيل مقبوضه جموں وكشمير كښې د تېرو 50 ورځو څخه د روانې كرفيو لامله دغلته د داروګان?? او خوراك سخت كمې دې۔ ده ووئيل د آئرلېنډ په شمول نړيوالې ورورلۍ له به منطقه كښې د رامخې ته كېدونكې انساني الميې مخنيوي له خپل فعاله كردار ترسره كول وي۔