نیویارک ۔ 27 ستمبر (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د سوئيلي آسيائي هېوادونو ترمينځھ د مرستې تنظيم (سارک) راروانه سرمشريزه غونډه به پاكستان كښې كيږي دا پرېكړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال د سارك هېوادونو د وزيران?? په كچه يوه ??ونډه كښې شوې په كومه كښې چې خارجه وزير شاه محمود قرېشي هم ګډون وكړو۔ خارجه وزير خبريالانو سره خبرو كښې ووئيل وزیراعظم عمران خان به د سارك راروانې سرمشريزې غونډې مشري كوي۔ د غونډې د تاريخ اعلان به وروستو كولې شي۔ ده ووئيل د هند نه سوا ټول غړي د راروانې غونډې پاكستان كښې كولو ته سلا شوي۔ ده ووئيل هند اوس تنهائۍ سره مخ شوې او د دې غونډې د وړاندېز توثيق كولو نه غېر بله لاره نه مومي۔ خارجه وزير ووئيل آخری سار?? غونډه اسلام آباد كښې كال 2016ء كښې كېدل وو ولې د هند د اعتراضونو لامله ونكړې شوه۔ دا ځل اوس هند په دې اړه خاموشه دې۔ ده ووئيل سارك داسې فورم دې چرته ??ې سيمه ايز هېوادونه په خپلو مسئلو خبره كولې شي هغه حل كولې هم شي۔ شاہ محمود قرېشی زياته كړ?? چې زه غونډې ته قصدا ً ناوخته راغلم ولې چې ما مقبوضه جموں وكشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزي?? په ضد د احتجاج په توګه د هندي خارجه وزير تقرير اورېدل نه غوښتل۔