اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په جده كښې د مختصر قيام نه پس پاكستان ته راروان شو۔ د وزيراعظم د مېډيا دفتر له مخې وزيراعظم د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې ګډون كولو لپاره ?? خپل پلاوي مشري وكړه او په نيويارك كښې ئې يوه اونۍ قيام وكړو۔ هغه ?? خپلې دورې په مهال د بېلا بېلو حكومتونو او سياسي مشرانو سره ملاقاتونه وكړل چې پكښې د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ٬ د ت??كي?? اولس مشر رجب طيب اردوان٬ د برتانيې وزيراعظم بورس جانس٬ د نيوزي لېنډ وزيراعظمه جېسېنډرا آرډن٬ د اېران ا??لس مشر حسن روحاني٬ د مالېزيا وزيراعظم مهاتير محمد او د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر پشمول نور مشران شامل و??۔ وزيراعظم د ستمبر په 27مه نېټه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته تاريخي وېنا وكړه۔ د كشمير٬ اسلام فوبيا٬ ګلوبل وارمنګ او د مني لارنډرنګ پشان په مسئلو ئې تفصيلي رڼا واچوله۔ په نړيواله كچه د وزيراعظم د وېنا ډاډګېرنه وشوه۔ وزيراعظم ?? خپلې دورې په مهال د بېلا بېلو تهنك ټېنكس ته وېنا هم وكړه٬ ده دوه مذاكرو ته وېنا هم كړې او نړيو??لې مېډيا سره ئې مركې هم كړې دي۔