اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پی پی) د توان وفاقی وزیر عمر ایوب خان وئيلي دي چې چین د پاکس??ان اقتصادی راهدارۍ ترمخه ګوادر كښې آئل ریفائنری جوړلو لپاره تکنیکی پوهانو خذمات ترلاسه كولو عمل شوې دې، د تیل درآمدی بل كښې به د كال درې اربه ډالره بچت وشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده عرب نیوز سره خپله مركه كښې وكړه۔ ده ووئيل آئل ریفائنری لپاره د تکنیکی پوهانو خذمات ترلاسه كولو عمل به په درې مياشتو كښې بشپړ كړې شي۔ دا په پاکس??ان كښې د سعودی سرمایه کارۍ وړومبې پړاؤ دې او په دې لړ كښې د اهداف ترلاسه كولو نه پس به دويم پړاؤ كښې سرمياه كاري پيل شي۔ ده ووئيل د سعودی عرب په مرسته د توان په څانګه كښې د 14 اربه 50 کروړه ډالره په منصوبو كار پيل شوي او دې سره به پاکس??ان ته تر 2030ء انرجی مکس تر 30 فیصد د تجديد وړ توان ته رسولو كښې مرسته وشي۔ ده ووئيل د ب??ېښ??ا په څانګه كښې د سعودی سرمایه کارۍ ترمخه بلوچس??ان كښې د څلور نيم اربه ډالره لګ??ت سره د تجدید وړ توان 500 میګاواټه پروژې لګولې شي دغسې په ګوادر كښې د آئل ریفائنری په لويو منصوبو به 10 ارب ډالره سرمایه کاری كېږي كومه چې د سعودی ول?? عهد د پاکس??ان دورې په مهال د 20 اربه ډالره سرمایه کارۍ اعلان برخه ده۔ ده ووئيل دا مهال په قامی ګرډ د تجديد وړ توان برخه تقریباً 5 نه تر 6 فیصده ده۔ د سعودی عرب ول?? عهد شہزادہ محمد بن سلطان د دورې په مهال د دواړه هېوادونو ترمينځه د ب??ېښ??ا او تيل په څانګه كښې د 20 اربه ډالره سرمایه کارۍ په لوظنامو لاس ليك شوي۔ عمر ایوب خان ووئيل د ب??ېښ??ا چې كومې پروژې پيل كېږي په هغې كښې په بلوچس??ان كښې حبېب اﷲ کوسټل پاور اسټېشن د 200 میګاواټه سولر پاور پلانټ او درې نورو ضلعو كښې د 100، 100 میګاواټه پلانټونه به لګولې شي۔ عمر ایوب خان ووئيل سعودی عرب او پاکس??ان د بلوچس??ان ځائې وسائلو څخه استفادہ كولو او د تیل او ګاز په څانګه كښې د يو بل مرسته كوي او پاکس??ان كښې د تيل او ګاز لټون له به تقریباً 40 بلاکس نیلام كولې شي