اسلام آباد21 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې فردوس عاشق اعوان وئېلي دي پاكستان ??و عمران ??ان لازم او ملزوم دي٬د استعفٰی غوښتنه كوونكي هېواد عدم استحكام سره مخ كول غواړي٬د اپوزېشن رهبر كمېټۍ ته پھ خپله د لارښوونې ضرورت دے ٬پھ كمېټۍ كښې شامل سياستمدار په زندان كښې د سزايافته بنديوانو په اشارو چلېږي٬ 27 اكتوبر توره ورځ ده او پھ دې ورځ ټول قام د مظلومو كشميريانو بيانيې ته تقويت وركولو له لوظي دے٬احتجاج كول د مولانا فضل الرحمان ??ئيني او جمهوري حق دے٬حكومت به اولس يرغمالېدو له ورنه كړي٬بلاول بهټو ته هغه وخت ياد نه دے چې په لاړكانه كښې بهټو څنګه مړ شو۔دې د ګل په ورځ پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته وېنا كوله۔ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د هند د ا ړخه په كنټرول لائن خلاف ورزۍ پاك پوځ په وخت كاروائي كولو كښې ثابته كړې چې مونږ د خپلې دفاع څخه بې غوره نه يو ٬دې ووئيل پاك پوځ يو ځل بيا د هغوي بې بنسټھ ډنډوره نړۍ ته په ډاګه كړه او دا يې ثابت كړه چې د هند د اړخه كومه ډنډوره كېږي هغه رښتيا نه لري ۔دې ووئيل تر خپل مينځه سياسي اختلافات كېدې شي خو په قامي بيانيې مونږ يو موټې يو او د هندي جارحيت د ځواب وركولو صلاحيت لرو۔دې ووئيل بلاول ته هغه وخت نه وه معلومه چې په لاړكانه كښې بهټو څنګه مړ شو كوم بھټو چې هغوي ژوندې ساتلو هلته اولس او ماشومان ?? لوږې مړه كېدل او وګړي د غريبۍ سره مخ دي ۔ خاص مرستيالې ووئېل د امن وضعه ښه نه وه خو بلاول د خپلو ناكامو او بدانتظاميې په ځاې په وفاقي حكومت تنقيد كولو۔د عمران ??ان ??ره په بغض اډانه د هغه بيان ??ې پلو اشاره كوي چې هغوي په عدالتونو كښې خپله بې ګناهۍ ثابتولو له كوم دستاويز نه لري او كله چې هغوي قانوني دفاع نه شي كولې نو پھ مېډيا خپل عدالت لګوي او د وزيراعظم په ضد ناوړه خله خوزوي ۔دې ووئيل پاكستان پيپلز ګوند په څه وخت كښې د وفاق ګوند ؤ خو نن هغه د كرپ??ن په سوب د مولانا فضل الرحمان ??ره ولاړ دي او د هېواد د امن خرابولو هڅې كوي خو مونږ د دې څخه غافل نه يو۔دې ووئيل حكومت ته معلومه ده چې رهبر كمېټۍ ته پخپله د لارښوونې اړتيا ده۔دې ووئيل په حب كښې وزيراعظم د 1320 مېګاواټ د توان پروژې پرانسته كړې كومه چې د وزيراعظم د پسمانده سيمو پرمختګ او څوكالۍ لپاره د عزم څرګڼدونه ده۔ډاكټر فردوس عاضق اعوان ووئېل د ګوادر بندر ځاې به په نومبر كښې آپرېشنل شي او دې سره به ټرانزټ شيمپينټ پېل شي۔د دې اقداماتو سره به د بلوچستان محرومو طبقو ته د هغوي حق ترلاسه شي۔دې ووئيل دا مهال پھ كراچۍ كښې د غلو راج دے خو وزيراعظم د سندھ او بلوچستان ?? معاشي او اقتصادي پرمختګ پروژو جاج اخستې او يو تګلار يې وضعه كړی او هغه ستونزې كومې چې د صوبائي حكومتونو زده واريه ده هغه به وفاقي حكومت لرې كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل مولانا فضل الرحمان ?? پرلت په اړه تراوسه كنفيوز دے كله چې هغه په څه نتيجه ورسي نو حكومت به هم خپله تګلاره وضعه كوي۔دې ووئيل احتجاج د مولانا آئيني او جمهوري حق دے خو د احتجاج په نامه د څه بل څه كولو اجازه به ورنه كړې شي ۔ دې ووئېل داسې ښكاري چې هغه خپل فورس د بريد لپاره چمتو كوي۔دې ووئيل مدرسو ته ماشومان ?? زده كړې لپاره ځي خو په مدرسو كښې كه هغوي له چې كومه تربيه وركړی كېږي او د محسوس ايجنډې ترمخه هغوي راپارولې كېږي نو حكومت به تګلاره جوړوي۔دې ووئيل د اولس د مال ??و ځان ??فاظت په حكومت فرض دے او په دې كښې به هېڅ بېغوري اونه كړي ۔دې ووئيل مولانا فضل الرحمان لس كاله د كشمير كمېټۍ چيئرمېن پاتې شوې خو تر نننه هغه د كشميريانو لپاره احتجاج يا جلوس نه دې كړې۔دې ووئيل عمران ??ان ??ا وخت د پاكستان ??اجت دے او په اوسني صورتحال كښې د هېواد او قام سره يوازنې آپشن عمران ??ان ??ے۔ډاګټر فردوس عاشق اعوان ووئېل اپوزېشن لويې تكليف دا لري چې په وړومبي ځل سول او ملټري قيادت يو موټې دے٬د ډاكټرانو د احتجاج په حقله دې ووئيل حكومت د ډاكټرانو جائزو غوښتنو اورېدو له چمتو دے۔خاص مرستيالې ووئېل د عمران ??ان پرلت د قانون حكمرا??ۍ لپاره ؤ هغه يو كال ?? څلورو حلقو د پرانستلو خبره كړې وه خو انصاف نه ؤ وركړې شوے ٬مولانا فضل الرحمان ??ې اووئي چې هغه د ټاكنو په ضد كوم يو پيټشن دائر كړې دې ووئېل ټول قام ته معلومه ده چې دا د اقتدار څخه د محرومۍ دړد دے بايد دا د اولس دړد سره اونه تړلې شي۔