اسلام آباد 30 اکتوبر (اے پي پي) وزی??اع??م عمران خان د اسلام آباد په نوي هوائي مېدان د اے اېس اېف اهلكارو لخوا مسافرو سره د بداخلاقۍ د پېښې نوټ?? واخستو سره د اړوند چارواكو په ضد د سختې كاروائۍ امر كړې دې۔ د شورو په ورځ د جاري شوي بيان له مخې وزی??اع??م د ریاض څخه د پېښور د پرواز د پېښې عبوري راپور په ترلاسه كېدو د هوابازۍ ډويژن ته د اړوند چارواكو په ضد د كاروائۍ امر كړې دې او د هوائي مېدان منېجر طاهر سكندر ٬ ډيوټي ټرمينل منېجر ظهر او د ملك اكرم د معطل كولو پشمول د صورتحال په وظيفائي توګه په مخنيوي كښې په پاتې راتللو د دغه چارواكو په ضد د انضباطي كاروائۍ امر كړې دې٬ د اسټېشن منېجر پي آئي اے اسلام آباد پروېز نصير او د ھغه ټوله ډله معطل كولو سره د دوي په ضد د انضباطي كاروائۍ پېل كولو هم امر شوې دې۔ په دې لړ كښې د برېګېډيئر عرفان ظفر په مشرۍ كښې انكوائري بورډ جوړ كړې شوې دې٬ دا بو??ډ به د پاكستان آرمي اېكټ 1952 له مخې په پېښه كښې د ككړ كسانو په ضد لس ورځو كښې انكوائري بشپړوي۔ سول ایوی اېشن، پي آئي اے او اے اېس اېف ته په سمدستي توګه د وزی??اع??م په امر د عملدرامد كولو امر كړې دې