اسلام آباد 02 جنوری (اے پی پی)د موسمي بدلون دوهمې وزيرې زر??اج ګل وئيلي دي حکومت د جنوبی پنجاب صوبې جوړولو له جدي هڅې كوي ، كه مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند مخلص وي نو زمونږ دې م??ګر??يا وكړي، په دې مقصد كښې مسلم لیګ (ن) خنډوان راولاړوي?? د ??یلابی اوبو تحفظ له د موسمي بدلون وزارت ”ریچارج پاکستان” منصوبه پيل كړې ٬ ریچارج پاکستان منصوبې ترمخه به په خاص توګه سندھ او بلوچستان كښې په بيلو ځايونو واړه تالابونه جوړولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې ”اے پی پی” سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔زرتاج ګل ووئيل مسلم لیګ (ن) شر خوښو عناصرو جنوبی پنجاب وېشلو لپاره د بهاولپور صوبې ب??ال?? له پنجاب اسمبلۍ كښې قرارداد وړاندې كولو سره دا ثابته کړې چې هغوي د جنوبی پنجاب اولس سره مخلص نه دي۔دې ووئيل حکومت تر ټولو زياتې چوكۍ د جنوبی پنجاب څخه ترلاسه كړي او د دغې ځائې محرومۍ ختمولو له ئې د جلا صوبې جوړلو لپاره جدي اقدامات پيل كړي او دې مقصد لپاره مونږ ته تر ټولو لوئ چيلنج د اکثریت نه لرل دي۔دې ووئيل دا د پاکستان پیپلز ګوند او مسلم لیګ (ن) لپاره د آزمېښت وخت دے كه هغوي د جنوبی پنجاب صوبې جوړولو لپاره مخلص دي نو بيا دې د منافقت په ځائې په ډاګه زمونږ م??ګر??يا وكړي۔دوهمې وزيرې ووئيل د سیلابی اوبو تحفظ لپاره د موسمي بدلون وزارت ”ریچارج پاکستان” په منصوبه كار پيل كړې ٬ د دې منصوبې ترمخه به په خاص توګه سندھ او بلوچستان كښې په بيلو ځايونو لوئ لوئ تالابونه جوړولې شي۔