اسلام ??باد 12 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د خارجه وزير شاه محمود قريشي لخوا د اېرا?? او سعودي دوره د اختلافاتو سوله ايز حل او په تاٶ تريخوالي كښې كمي لپاره په سفارتي ??حاذ د پاكستان د مخلصانه هڅو واضح ثبوت دے. دا دوره به سيمه ايز ام?? او استحكام قوي كړي. د اتوار په ورځ پھ ټويټر په خپل ټويټ كښې هغې ووئيل چې په اسلامي امت او په منطقه كښې د امن په خاطر به فعاله كردار ترسره كول پاكستان لپاره د اعزاز خبره ده د كوم چې اسلامي هېوادونه او غربي نړۍ ستائنه كوي، د وزيراعظم عمران خان په مشرې ??ښې د نوي پاكستان دا روښانه كردار دے او نړيوال تشخص ئې بدلېږي. هغې ووئيل چې د اېران خارجه وزير او د سعودي خارجه وزير سره په ملاقات كښې به د خليجي منطقې په تازه صورتحال خبرې ??ېږي او خارجه وزير به د شخړو د خاتمې په اهميت ټينګار كوي.