اسلام آباد 06اپرېل (اے پي پي) د كرونا و??ئر?? په اړه د پارلماني كمېټۍ غونډه د ګل په ورځ د سپيكر اسد قېصر په مشرۍ كښئ د پارلمان په ودانۍ ??ښې وشوه۔ په غونډه كښئ خارجه وزير شاه محمود قرېشي، راجه پروېز اشرف، شبلي فراز، د اقتصاد?? چارو وزير حماد اظهر، شيخ رشيد، سناتورانو مشاهد الله، غفور حېدري او شېري رحمان ګډون كولٶ۔ كمېټۍ ته د اېن ډي اېم اے چيئرمېن جنرال محمد افضل او قامي صحت لپاره د وزيراعظم خاص سلاحكار ډاکټر ظفر مرزا بريفنګ وركړٶ۔ غونډه ته د كمېټۍ ټي او آر وړاندې كړې شول۔ سپيكر ووئيل دا مهال ټولو سياسي مشرانو له يو موټې كېدو ته اړتيا ده ۔ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن جنرال محمد افضل غونډې ته د بريفنګ په مهال ووئيل هېواد ??ښې 3800 وېنټي لې??ر شته ، 2200 په پبلك سېكټر او پاتې نجي سېكټر سره موجود دي۔ په 9م اپرېل به نور 500 راورسي، د چين څخه به نور هم دوه زره راغوښتللې شي ۔ ده ووئيل د ګرد هېواد 137 روغتونونه كرونا و??ئر?? لپاره مختص كړې شوي۔ د ټولو روغتونونو مشرانو ته پي آر سي كټس به د زيارت په ورځ لېږلې شي۔ ده ووئيل ګرد هېواد ??ښې 22 لېب كار كوي۔ د وېنټي لېټر آپرېټرز شمېره ??ښې اضافې لپاره د پېنډۍ ٬ لاهور او كراچۍ ??ښې ډاكټرانو ته تربيه وركولې شي۔ ده وئيل تراسه 35 زره ټېسټونه شوي دي