اسلام آباد 20 مئی (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د سینیټ غونډې را??للو سپارښتنه كولو سره وئيلي دي زمونږ لپاره فیډریشن تر ټولو زيات اهميت لري۔ په سکوك بانډز د نړيوالې ورورولۍ او سرمایه كارو مثبت غبرګون په حكومت د باور څرګندونه ده،د کورونا وائرس وبا په تنا??ر كښې سباؤن له بشپړه منصوبه بندی کوو، اولس دې د اختر په ورځو كښې په حفاظتی اقدامات عمل درآمد باوري كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پارلماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان سره د ملاقات په مهال وكړه۔ډاكټر بابر اعوان پارلمان كښې د ځوانانو پارلماني غړو تر??یې كولو منصوبه هم وزیراعظم ??ه وړاندې كړه۔ د دې تر??یې مقصد د ځوانانو پارلماني غړو د قانون سازۍ صلاحیتونه رامخې ته كول دي دغسې چې قانون سازی او پارلمان كښې موثر او معنی لرونكې کردار ترسره كړي۔ دا تربيه د ټولو ګوندونو سره تعلق لرونكو ځوانانو له به وركولې شي۔ وزیر اعظم عمران خان د ځوانانو پارلماني غړو قانون سازۍ په اړ د تربيې منصوبه وستائله، وزیراعظم ووئيل پاکستان تحریك انصاف قامی ادارو قوي كولو او فعالولو له لوظي دے۔په دې لړ كښې د پارلماني چارو وزارت په زړه پورې كردار لري۔ وزیر اعظم د سينيټ غونډې رباللو سپارښتنه هم وكړه،ده ووئيل زمونږ لپاره فیډریشن تر ټولو زيات اهميت لري۔ده ووئيل په سکوك بانډز د نړيوالې ورورولۍ او سرمایه کارو مثبت غبرګون په اوسني حكومت د باور څرګندونه ده۔ وزیر اعظم ووئيل د کورونا وبا په تنا??ر كښې سباؤن له بشپړه منصوبه بندي كوو دغسې چې د حالاتو مقابله وكړې شو او اولس له ريليف وركړے شي