ملګري ملتونه 14 جون (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د امريكې لخوا د فوجدارې د نړيوال عدالت په هغو اهلكارو په بندېزونو لګولو اندېښنه ښودلې كوم چې په افغانستان كښې د امريكائي پوځ د ممكنه جرائمو تفتيش كوي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د هائي كمشنر وياند روپرټ كو لولې د يو ب??يف??ګ په مهال ووئيل چې د فوجدارې نړيوال عدالت ته دې د كومې مداخلې نه بغېر په آزادې س??ه د كار كولو اجازه وركړې شي. د دې څخه يوه ورځ وړاندې د امريكې سپينې ماڼې په ي?? بيان كښې وئيلي وو چې اولس مشر ټرمپ د فوجدارې د نړيوال عدالت د هغو اهلكارو په ضد د معاشي بندېزونو اختيار وركړے كوم چې د امريكې د اجازې نه غېر د امريكائي عملې د تفتيش كولو يا په دوي د مقدمې چلولو په كومه هڅه كښې شريك وي