اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سيد خورسيد شاه ووئيل وزیراعظم سره ملاقات كښې به د نېب چيئرمېن پحقله د دواړو اړخو په نومونو د خيالاتو څرګندونه كولې شي٬ د نېب چيئرمېن ټاكنه به د اتم اكتوبر نه وړاندې وكړې شي?? د نهې په ورځ پارلمان كښې ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل پي ټي آئي او ??ېم كيو ??ېم سېنېټ كښې خ??له غلطي پټولو لپاره تېره ورځ په قامي اسمبلۍ كښې احتجاج كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل درې ځله په رابطه هم پي ټي آئي د نېب چيئرمېن نوم تجويز نه كړو دغسې ??ېم كيو ??ېم هم زمونږ په رابطه كولو نوم نه دې راكړې۔ ده ووئيل كه پي ټي آئي او ??ېم كيو ??ېم خپلې نامې نه راكوي نو مونږ ايسارېدې نه شو٬ د نېب چيئرمن ټاكنې لپاره وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره ملاقات كېدونكې دې چې پكښې به په نامو د خيالاتو څرګندونه كولې شي?? ده ووئيل د نېب چيئرمېن ټاكنه به د اتم اكتوبر نه وړاندې وكړې شي