اسلام آباد ۔ 30نومبر (اے پی پی) د پاك سم??در?? ځواك ب??ړو پي اېن اېس راه نَوَرد او د پی اېن اېس دهشت په دې ورستيو كښې د ايران بندرځائې بندر عباس دوره وكړه۔ بندر ځائې ته په رسېدو د ايران حكومت او د ايران سم??در?? ځواك د پاكستاني بېړو هركلې وكړو۔ د لسم پټرول كرافټ سكواډرن كمانډر كېپټن خالد پروېز د مشن كمانډر په حېث د پاك بحريه ټاسك ډلې مشري وكړه۔ ددې دورې مقصد سيم?? كښې امن او امنيت ته وده وركول ٬ مېري ټائم اشتراك ك??ی زياتوالې او د سيمې د بحري ځواكونو ترمينځه د مرستې نوې څانګې لټول دي۔ ددې دورې په مهال د پاك سم??در?? ځواك پلاوي د شريكې خوښې په چارو د ايران بحري او عسكري مشرتابه سره مهم ملاقاتونه وكړل۔ په دې ملاقاتونو كښې د ايرن د سم??در?? ځواك كمانډر فرسټ نېول زون، کموډور حسېن آزاد، کمانډر سرفېس فورس کېپټن مصطفی تاجدینی، د هارموزګان صوبې ګورنر جناب فریدون او د ایران سپریم کمانډر آیت اللہ خامنہ ای استازي آيت الله غلام علي نعميم آبادي سره ملاقاتونه شامل دي۔ د پاک بحریه مشن کمانډر لخوا په پي اېن اېس راه نورد د مېلمستيا دستوره وشوه كوم?? كښې چې د اسلامی جمهوریه پاکستان سفیر جناب آصف درانی، د ایران مشرانو عسکری او سول چارواكو او د پولېنډ،جاپان، جرمنی اوچین ملټری نمائندګانو ګډون وكړو۔ د يو كال په مهال دا د پاك بحريه بېړو د ايران دوهمه دوره ده چې ورسره دوه اړخيزه احترام ٬ مرسته ٬ شريك كلتور او تاريخي ورورول?? لا زياته شوې۔ د پی اېن اېس راہ نَوَرد او دهشت د ګاونډي هېواد ايران دا دوره د دواړو هېودونو ترمينځھ مېري ټائم شريكوالۍ ته پراختيا وركولو له د نوو دروازو پرانستلو سره سره د امن او ورورولۍ پېغام وده هم ده