اسلام ??با?? 03 جنوري (اے پي پي) د خارجه چارو خاص سېكتر اعتزاز احمد وئيلي دي پاكستان د افغانستان پ??مخ??ګ او د ادارو استعداد زياتولو لپاره د يو ارب ډالرو د پ??مخ??يائي مرستې كولو پوخ عزم لري۔ د خارجه دفتر وياند له مخې ده دا خبرې تېره ورځ په پمز كښې په افغان هېلتھـ پروفېشنلز كښې د سرټيفېكېټ وېش??و دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې كومو كښې چې د يو كال د تربيې او د كار استعداد زياتولو پروګرام ترسره كړو۔ اعتزاز احمد په د?? موقع خاص مېلمه وه۔ په پاكستان كښې د افغانستان د سفارت قونصلر سيد عبدالناصر يوسفي هم په دست??ره كښې ګډون وكړو۔ دستورې ته د وېنا په مهال اعتزاز احمد ووئيل پاكستان افغان ډاكټرانو٬ نرسز او پېرامېډېكس ته په كابل٬ جلال ??با?? او ننګرهار كښې د پاكستان لخوا جوړو كړو درېو روغتونونو چلولو لپاره تربيه وركوي۔ دستورې ته د اسلام ??با?? د پمز وائس چانسلر پروفسېر ډاكټر جاوېد اكرم هم وېنا وكړه۔ افغان قونصلر د افغانستان پ??مخ??ګ او رغونې لپاره د پاكستان مرسته وستائيله او هيله ئې څرګنده كړه چې د دواړو هېوادونو په مېنځ كښې به نه يوازې د روغتيا په اړه بلكې په نورو څانګو كښې هم مرسته روانه ساتلې شي۔