اسلام آباد 05 جولائي (اے پي پي) په پاکستان كښې د ایران سفیرمهدی هنردوست وئيلي دي چي پاكستان او ايران نزدې وروڼه او دوست هېوادونه دي٬ دواړه په تاريخي ٬ كلتوري او مذهبي رشتو كښې تړلي دي او د دوا??و هېوادونو ترمېنځه اړيكې به په راتلونكي وخت كښې لا وده وكړي٬ د نړۍ او د منطقې د حالاتو په تناظر كښې د پاكستان او ايران ترمېنځه د ميډيا پشمول په ټولو څانګو كښې مرسته د وخت ضرورت دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ايراني سفير د زيارت په ورځ د قامي خبر رسنې ادارې اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان (اے پي پي) د مركزي دفتر دورې په مهال مېنجنګ ډائرېكټر مسعود ملك سره په ملاقات كښې كړې۔ د اے پي پي اېم ډي مسعود ملك مركزي دفتر ته په راتګ د سفير هر??لے وكړو۔ په دې موقع سفير ته د اے پي پي په طريقه كار او د سبسكرائبرز ته د خبرونو د وركولو پحقله بريفنګ وركړو۔ د ايران سفير ووئيل پاكستان او ايران نزدې وروڼه او دوست هېوادونه دي٬ دوي په تاريخي ٬ كلتوري او مذهبي رشتو كښې تړلي دي او د دوا??و هېوادونو ترمېنځ?? به په راتلونكي وخت كښې اړيكې لا وده وكړي٬ د دوا??و هېوادونو ترمېنځه اړيكو او روابطو كښې اضافه شوې ده٬ په ايران د نړيوالو بنديزونو باوجود په تېرو درې كالو كښې دوا??و هېوادونو ترمېنځه د تجارت حجم د 600 م??لي??نه ډالرو نه 1.3 اربه ډالرو ته رسېدلے دے او راتلونكو كښې به دا لا وده وكړي ځكه چې د دوا??و هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې پراخه امكانات موجود دي۔ ده ووئيل د ایران دروازې تل پاكستانيانو او پاكستانۍ ميډيا لپاره پرانستې دي٬ بايد د پاكستان ميډيا د ايران دوره وكړي دغسې چې د ايران پحقله د منفي ډنډورو ازاله وكړې شي۔ ده ووئيل مونږ د يو بل په زړونو كښې اوسېږو او د ايران سپريم لارښود چې كله هم د پاكستان ذكر كوي نو خوږ پاكستان وائي او ھغوي دا خبره د زړه نه كوي۔ ده د دوا??و هېوادونو د قامي خبر رسنو ادارو اے پي پي او ارنا ترمېنځه د تفاهم دستاوېزاتو ته زر تر زره په حتمي شكل وركولو زور رواړو۔ د ایران سفیر ووئيل د منفي تاثر برعكس په چا?? بهار بندر ځائ هند يوازې په پټروكيميكل څانګه كښې د 35 م??لي??نه ډالرو سرمايه كاري كړې ده ٬ د چا?? بهار بندرځائ د پاكستان پشمول د منطقې ټولو هېوادنو لپاره پرانستې دے۔ ده ووئيل پاکستان او ایران په يوه بيړۍ كښې ناست دي او په راتلونكي كښې به د دوا??و هېوادونو ترمېنځه اړيكي او ملګرتيا لا زياته شي۔ په دې موقع د اے پي پي مېنجنګ ډائرېكټر مسعود ملك ووئيل پاكستان او ايران په عظيم تاريخي ٬ كلتوري او مذهبي رشتو كښې تړلي دي۔ ده ووئيل د ايران او پاكستان قامي خبر رسنو ادارو ترمېنځه د خبرونو ٬ معلوماتو رسنې لپاره طريقه كار وضعه كولې شي۔ ده ووئيل د سيمه ايزو او نړيوالو حالاتو په نتاظر كښې د نيوز اېجنسو كردار مسلمه دے۔ د نیوز اېجنسو د دې كردار په تناظر كښې اے پي پي په دې ورستيو كښې نړيوال كنفرنس كړې چې پكښې د 19 هېوادونو د نيوز ايجنسو مشرانو او استازو ګډون كړې۔ په دې كنفرنس كښې د خبر رسنو ادارو ترمېنځه د خبرونو او د معلوماتو شيئرنګ لپاره په تګلار وضعه كولو هم سلا شوې٬ او د شريك وېب پورټل جوړولو سره سره د اے پي پي ګلوبل په نامه وېب پورټل هم جوړولې شي چې پكښې ارنا هم شامله ده۔۔ ده د ايران سفير ته ووئيل چې اے پي پي د انګليسۍ او اردو ژبې نه علاوه په ځائي ژبو كښې هم د خبرونو د ترسيل ذمه واري په ښه ډول ترسره كوي۔ ده ووئيل اوسمهال د اے پي پي د زرو نه زيات سبسكرائيبرز دي او وېب ټي وي هم پېل كړے شوے دے او ټي وي چېنل جوړولو لپاره هڅې روانې دي۔ مسعود ملك ووئيل اے پي پي ارنا سره مرستې له چمتو ده۔ د دې نه وړا??دې د اے پي پي مركزي دفتر ته په راتګ مېنجنګ ډائرېكټر مسعود ملك او نورو چارواكو د ايراني سفير تود هر??لے وكړو او دوي ته ئې د ګلونو ډالۍ وړا??دې كړه۔