بیجنګ ۔ 17ستمبر (اے پی پی) دچين خارجه وزير تېره اونۍ كښې د پاكستان سركاري دورې په مهال سياسي او پوځي مشرتابه سره د ملاقاتونو په مهال دده د نړيوالو چارو او ددفاع په شمول د منطقې سلام??يا په لړ كښې شوې مذاكرات كامياب پاتې شوي دي۔ دې دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې لا زياتېدو كښې مرسته ترلاسه شي۔ په نړيواله ورځپاڼه ګلوبل ټائمز كښې د خپور شوي آرټيكل ترمخه تندۍ سره بدلېدونكي صورتحال كښې پاكستان او چين يو بل لپاره مهم هېوادونه ګرځېدلې دي۔ د نړيوالو سياسي او جغرافيائي معاملو په نتيجه كښې پاك چين دوه اړخيزه مرسته ډېره مهمه ده۔ د مضمون ترمخه د چين حكومت پرېكړه كړې ده چې د پاكستان نوي ټاكلي شوي حكومت سره دې تماس ونيولې شي او په دې لړ كښې د چین خارجه وزير وانګ ژي د لوړې كچې يو پلاوي سره تېره اونۍ كښې د پاكستان دوره وكړه او د خپلې دورې په مهال ده اولس مشر ٬ وزيراعظم او د پوځ سرلښكر په شمول نورو اعلی چارواكو سره ملاقاتونه وكړل په كومو كښې چې د نړيوالو چارو ٬ دفاع او د منطقې سلام??يا په لړ كښې دوه اړخيزه مرستې ته لا وده وركولو له د لوظ پخلې وشو۔ د چين خارجه وزير دورې په مهال د افغانستان په صورتحال هم د خ??ال??تو څرګندونه وشوه۔ ولې چې افغانستان كښې امن په ځائې كېدو سره منطقه كښې د امن او امان صورتحال غوره جوړېدې شي۔ په دې مهال د افغانستان په استحكام او پرمختګ هم د خ??ال??تو څرګندونه وشوه۔ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د ښكاره كاميابو او ګامونو باوجود پاكستان د امريكا لخوا يو شمېر مسئلو سره مخ دے۔ بلخوا چ??ن ټول عمري د ترهګرۍ په ضد د پاكستان كارروايو بشپړه مرسته كړې ده۔ ده ددې عزم پخلې وكړو چې ??ين به د پاكستان خارجه پالېسۍ او د نړيوالو چارو په اړه د پاكستان د نقطه نظر بشپړه ملاتړ روان ساتي۔ د چين خارجه وزير ووئيل د پاكستان وزيراعظم عمران خان د بې وزلۍ ختمولو په شمول د نورو پرمختيائي پالېسيو به بشپړ ملاتړ دوامدار ساتلې شي۔ د مضمون ترمخه د چينائي حكومت لخوا د وركړې شوې بلنې ترمخه به وزیراعظم عمران خان نومبر كښې د چين سركاري دوره كوي۔ د دورې په مهال به د سي پېك په منصوبه د پېشرفت جاج هم اخستلې شي۔ د چين خارجه وزير د پاكستان دورې په مهال پاكستاني خارجه وزير شاه محمود قرېشي ده ته باور وركړو چې سي پېك د پاكستاني حكومت اولنۍ ترجيح ده چې ورسره به د پاكستان سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې مرسته ترلاسه شي۔ مضمون كښې وئيلي شوي دي چې د سي پېك په اړه نړيوال سازشونه نظر كښې نيولو سره تېره اونۍ د پاكستاني حكومت صلاكار لخوا يوه بې بنسټھ او په دروغو اډانه مركه لوئيديزه ميډيا كښې نشر كړې شوه دغسې چې د سي پېك او بي آر آئي منص??بې په اړه اندېښنې پېدا كړې شي۔ ولې پاكستاني چارواكو په دې اړه تفصيلي ترديدي بيان جاري كړې۔ او چين هم دا اطلاعات بې بنسټه ګرځولو سره ووئيل وخت تېرېدو سره سره د پاكستان او چين ترمينځھ اړيكې لا مستحكم كېږي او د دواړو هېوادونو حكومتونه د نړيوال صورتحال بدلېدو باوجود خپلې تزويراتي اړيكې لا مستحكم كولو له هڅې كوي