اسلام آباد ۔ 21 اکتوبر (اے پی پی) جوډيشل مجسټرېټ پوليس اهلكار سر?? بدسلوكي كوؤنكې تورنې شهلا شكيل سيټھي ته 14 ورځني جوډيشل ريمانډ وركړې دې۔ وروستو دا د ډاكټر په مشوره د زړه رنځ په سبب روغتون كښې بستر كړې شوه۔ د تورنې وكيل عدالت ته خواست وكړو چې په اېف آئي آر كښې درج شقونه د ضمانت وړ دي۔ زما موكله د زړه رن?? كښې اخته ده او د فشار په سبب ددې دماغي حالت هم متاثره كېدې شي۔ جوډیشل مجسټرېټ عدنان رشيد د وكيل صفائي استد??ا رد كولو سر?? د ډاكټر سيټھي د ميډيكل ټېسټونو حكم وركړو او وې وئيل كه دا روغه وي نو جېل ته دې ولېږلې شي ګني بل صورت كښې دې دا روغتون كښې بستر كړې شي۔ تېره ورځ په امريكا كښې مېشته ډاكټر شهلا شكيل سيټھي كومه چې اوس اوس پاكستان ته راغلې وه پوليسو ايساره كړه او دا ئې بغېر لمبر پلېټ ګاډي سر?? ډمپلومېټك انکلیو ته تلو نه منع كړه۔ په دې مهال دې پوليس ته دړكې وركړې او دوئي سر?? د بدكلامۍ په سوب ددې په ضد مقدمه درج كړې شوه۔ د مېرمنې اهلكار غېر موجودګۍ په سوب دغه وخت دا مېرمن پرېښودلې شوې وه۔ داخله وزير شهريار آفريدي د پېښې نوټس اخستو سر?? ددې مېرمنې په ضد د قانوني كارروائۍ هدايت كړې وو۔ (وا/2207)