اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل ميجر جنرال آصف غفور وئېلي دي چې د آسيه مسيح مقدمه كښې د قانوني طريقه كار له مخې پټيشن دائر شوې٬په دې دې قانوني ك??ر??ائ?? كېدو ته پرېښودلې شي٬ پاك پوځ خواهش لري چې د امن صورتحال خرابېدو نه غېر مسئله حل شي٬په دهرنا كښې د پوځ په ضد خبرې كول د افسوس وړ دي٬د آئي اېس آئي افسران خبرو اترو له د حكومتي پلاوي برخه دي٬تر ټولو اول د حكومت ذمه واري ده٬ د دې نه پس به پوليس او رينجرز او كه بيا پاك پوځ راوبللې شو نو سرلښكر به خپله مشوره وركوي۔ د جمعې په ورځ پي ټي وي سره په ټېليفوني خبرو كښې ده ووئيل چې د آسيه مسيح په كيس كښې دائر پيټېشن سپريم كورټ سماعت لپاره مقرر كړې او په يو څو ورځو كښې به د دې تاريخ راشي٬ دا كيس د يو قانوني تګلارې له مخې دے٬زه ټولو ديني ګوندونو ته خواست كوم چې په دې پيټېشن دې قانوني ك??ر??ائ?? كېدو ته پرېښودلې شي۔ د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل په تېرو څو ورځو كښې په هېواد كښې د امن صورتحال ښه شوے٬زمونږ مذهبي ګوندونو د آسيه مسيح په كيس كښې د سپريم كورټ په پر??كړه په هېواد كښې دهرنې پیل كړې دي٬تر څو چې د هغوي د احساساتو خبره ده نو د ټول هېواد مسلمانان د حضور پاك(ص)سره د مينې رشته لري٬مونږ د هغه امتيان يو٬څوك هم د حضور پاك (ص) سره په مينه سمجهوته نه شي كولې٬د حضور پاك (ص)په شان كښې په ګستاخۍ زمونږ د ټولو جذبات مجروح كېږي٬په دې كښې هېڅ شك نشته۔ ده ووئيل د آسيه مسيح كيس د تېرو لسو كلونو راهيسې پھ عدالتونو كښې دې چرته چې هغې ته وړاندې سزا شوې هغه په زندان كښې وه او اوس سپريم كورټ په دې مقدمه د قانوني تګلارې له مخې د اپيل پر??كړه اورولې٬د قانوني تګلارې له مخې د دې پر??كړې نه پس هم يو پيټېشن دائر شوې كوم چې سپريم كورټ سماعت له مقرر كړې او په يو څو ورځو كښې به د هغې تاريخ وركړې شي۔ د يو پاكستاني او مسلمان په حېثيت زه خپلو ټولو ديني ګوندونو ته خواست كوم چې اوس پھ دې پيټېشن قانوني ك??ر??ائ?? كولو ته پرېښودلې شي او دا دې وكتلې شي چې عدالت په دې څه پر??كړه كوي۔ دا قانوني عمل دې بشپړ كړې شي۔ ده ووئيل پاك پوځ غواړي چې په هېواد كښې د امن صورتحال خرابېدو نه غېر مسئله حل شي٬ د پاك پوځ په حقله د بيانونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل آئين او قانون شته چې پكښې ځينې حد بندۍ شوې دي٬ بايد د هغې احترام وكړې شي۔ ما په ډېرو پرېس كنفرنسو كښې دا وئېلي دي چې له بده مر??ه پاك پوځ په هره معامله كښې د شاملولو هڅه كېږي۔ د دې كيس مثال د ټولو په وړاندې دې چې دا كيس په عدالت كښې و٬ وړاندې يو عدالت په دې پر??كړه كړې او بيا بل عدالت د دې پر??كړې په ضد په اپيل پر??كړه اورولې۔پاك پوځ دې سره هېڅ تعلق نه لري٬دا قانوني ك??ر??ائ?? ده خو پھ معامله كښې د پاك پوځ په ضد خبرې اترې كول د افسوس وړ دي۔ ده ووئيل پاك پوځ د تېرو دوه لسيزو راهيسې پھ هېواد كښې د ټولو سره په ګډه د ترهه ګرۍ په ضد يو جنګ كوي په كوم كښې چې مونږ كاميابۍ ته نزدې يو او كوټلې امن زمونږ هدف دے٬مونږ امن بحال كړی او د استحكام پلو مخ په وړاندې روان يو خو اوس هم ډېر كار پاتې دے٬په دې موقع دې د پاك پوځ پام نورو مسئلو پلو ونه ګرځولې شي۔ د پاك پوځ د خپل ځان ضد خبرې زغمي خو په هېواد كښې آئين او قانون شته٬د هغې ترمخه ايكشن هم كېدې شي خو مونږ غواړو هېواد چې په كومو حالاتو كښې دے٬ د دغې حالاتو څخه هېواد راويستلو سره د پر??ختګ او امن پلو لاړ شي٬ كه مونږ ټول يو موټې شو نو داسې ممكن ده۔ دې لپاره پاك پوځ د زغم او تحمل څرګندونه كوي۔ ده ووئيل د دې كيس نه علاوه به هم زمونږ دا خواهش وي چې په اقدام كولو مجبور نه كړې شو۔ د كومې چې آئين او قانون اجازه وركوي۔ مونږ د هېواد پوځ يو او د هېواد سره مينه لرو٬د هېواد اولس مونږ سره مينه لري٬پوځ او اولس په ګډه په هېواد كښې امن بحال كړې٬ د تحريك لبيك يا رسول الله د اړخه د عملياتو په اړه په بيان ده ووئيل ما د خادم حسېن رضوي بيان كتلې هغه په خپله وئېلي چې په دهرنا كښې د پاك پوځ په ضد خبرې شوې دي٬په هېواد كښې د امن صورتحال جوړ شوې٬په دې كښې خبرو اترو له د حكومت يو پلاوې هم تللې٬د آئي اېس آئي افسران د حكومتي پلاوي برخه دي ځكه چې آئي اېس آئي د وزيراعظم د انټلي جنس انسټرومنټ برخه ده٬دا ډول پر??كړې مشكلې وي٬تر ټولو اول د حكومت ذمه واري ده او بيا د دې نه پس د پوليسو او رينجرز او بيا كه پاك پوځ راوبللې شو نو سرلښكر به خپله مشوره وركوي۔ د خبرو اترو مقصد صورتحال د ښه والي په پلو بوتلل دي بايد حكومت سره خبرو اترو كښې ډلې د يو بل خبره واوري